GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

زمونږ تاريخ د 23 مارچ په ډول بله كومه ورځ نه لري ولې چې په دغه ورځ زمونږ مشرانو پرېكړه كړې وه چې د بهرنيو حكمرانانو او متعصب اكثريت غاصبانه طرز عمل ته ماتې وركولو سره دخپل قمست مالكان په خپل جوړ شي

image
APP63-23 ISLAMABAD: March 23 - President Mamnoon Hussain addressing the Pakistan Day Parade. Guest of Honor, President of Sri Lanka H.E. Maithripala Sirisena, Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi, Defense Minister, Chairman Joint Chiefs Of Staff Committee and Services Chiefs are also present. APP

اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسین وئيلي دي زمونږ تاريخ د 23 مارچ په ډول بله كومه ورځ نه لري ولې چې په دغه ورځ زمونږ مشرانو پرېكړه كړې وه چې د بهرنيو حكمرانانو او متعصب اكثريت غاصبانه طرز عمل ته ماتې وركولو سره دخپل قمست مالكان په خپل جوړ شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د جمعې په ورځ پرېډ ګراؤنډ كښې د پاكستان ورځې په مهال راجوړې كړې شوې خاص دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د سري لنكا اولس مشر میتھری پالا سری سینا، وزیراعظم شاھد خاقان عباسی، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټی چیئرمین جنرال زبیر محمود حیات، د
پاك پوځ سرلښكر جنرل قمرجاوېد باجوه، دهوائي ځواك مشر یئرچیف مارشل مجاھد انورخان، د سمندري ځواك مشر ظفرمحمود عباسی، د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیرخان ، د بېلو هېوادنو سفيرانو ٬ پارلماني غړو ٬ وفاقي وزيرانو او د نورو هېوادونو يو شمېر پوځي چارواكو په شمول ګڼ شمېر عام وګړو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل په دې ورځ زمونږ مشرانو د يو داسې نوي ٬ مضبوط او جمهوري هېواد جوړولو پرېكړه كړې وه چرته چې څوك په چا ظلم و نه كړې شي او نه د چا استحصال وكړې شي۔ دا خوب ريښتيا كولو له قربانۍ وركوؤنكو خپلو لارښودو ٬ برزګانو ٬ شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل دا په زړه پورې پرېډ زمونږ د خوبونو يو ښكلې تعبير دے۔ ده ووئيل ددې مهم قامي اختر په مهال زمونږ غوره ملګري هم د پرېډ په شمول د پاكستان ورځې نورو دستورو كښې ګډون كوي او دې مقصد لپاره د سری لنکا اولس مشر میتھری پالا سری سینا په خاص توګه پاكستان ته راغلې۔ ټول اولس ته ده ته هركلې وائي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان ورځې په موقع پرېډ كښې خصوصي ګډون كوؤنكو د ترکیه، اردن او متحده عرب امارات پوځي ډلو هم تود هركلې كوؤ۔ اولس مشر ووئيل دې كښې هېڅ شك نشته چې نړيوال امن او سلامتيا لپاره به زمونږ ملګرتيا او مرسته راتلونكو ورځو كښې لا زياته شي او هم دا زمونږ د خارجه پالېسۍ بنياد دے ځكه مونږ د منطقې د امن او پرمختګ مخالفينو ته د خېرسګالۍ پیغام وركول ضروري ګڼو ولې دې سره سره دا په ډاګه كول غواړو چې زمونږ امن كښې خوښي لرل زمونږ كمزوري ګرځول به يوه خطرناكه غلطي وي۔ اولس مشر ووئيل قامی او سيمه ايز تعمير او پړمختګ له ضروري ده چې هر ډول جارحيت ٬ استحصالی عزائمو او د نورو داخلي چارو كښې دې لاس وهنه و نه كړې شي۔ پاكستان په دې اصول كار كوي او نړيواله ورورولي به هم ددې مسلمه اصولو خيال ساتي۔ ده ووئيل پاك پوځ ددې جذبې ترمخه د ملګرو ملتونو پلېټ فارم څخه د نړۍ په بېلو برخو كښې امن په ځائې كولو له خذمات ترسره كړي دي او دا لړۍ نن هم روانه ده۔ اولس مشر ووئيل افغانستان كښی د ناامنۍ ختمولو او د افغان حكومت عملداري باوري كولو له پاكستان تاريخ جوړونكې كردار ترسره كړې او خپل كردار به خپلو ملګرو او همكارو سره سباؤن كښې هم ترسره كوؤ۔ اولس مشر ووئيل دا دور د سوليزې بقاﺀ باهمي اصولو ترمخه د يو بل جائزې ګټې تر نظر لاندې نيولو سره د وړاندې تلو غوښتنه كوي۔ اولس مشر ووئيل په ختيځ كښې زمونږ ګاونډي خپل پوځي طاقت كښې پرله پسې زياتوالې كوي۔ په لائن آف کنټرول او ورکنګ باؤنډری د جارحيت د لارې د بې ګناه وګړو ځان او مال ته زيان رسوي۔ زمونږ د ګاونډي هېواد دې غېر ذمه وارې رويې د منطقې امن د منځه وړلې دې۔ اولس مشر هند ته خبردارې وركړو چې مقبوضھ کشمیر كښې د آزادۍ په روان تحريك زور ظلم او زياتې كول بند كړي ولې چې د آزادۍ د تحريكو مخه د طاقت د لارې نيولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې يوازنې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د استصوابِ رائے د لارې د خپلواكۍ حق بحالي ده او پاكستان به دې مقصد لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو درې لسيزو په مهال په منطقه كښې رامخې ته شويو بدلونونو او جنګ جھګړې د سيمې امن او استحكام د منځھ وړلې چې ورسره په پاكستان هم اغېز راغلې۔ ده وئيل پاكستاني اولس او ځواكونو د آپرېشن ضرب عضب او رد الفساد په ډول كاروايو د لارې د دې چېلنج مقابله عزم او همت سره كړې او اولس ددوئي هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔ اولس مشر د ترهګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو له د وركړې كېدونكو قر بانيو په اعتراف كښې وسله والو ځواكونو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو لپاره يو نوي مېډل “تمغه عزم” اعلان كړو۔ اولس مشر ووئيل دوه ټاكلي حكومتونه خپله موده ترسره كولو كښې كامياب پاتې شوي دي۔ په دې معاملو كښی كه د ځينو طبقو كوم تحفظات وي نو ضروري ده چې هغې پلو پام وګرځولې شي۔ دغسې چې د انتها خوښۍ په شمول د قامي ژوند بېلو مېدانونو كښې د ترلاسه كېدونكو كاميابو تسسلسل روان وساتلې شي۔ اولس مشر د پاكستان ورځې په مهال د پرېډ په ښه ډول كولو پرېډ کمانډر، ګډون كوؤنكو ٬ انتظاميې او ضلعي حكومت ته شاباش وركولو سره ووئيل مونږ ته په خپلو چارواكو او د ځوانانو په چمتو والي او پېشه ور معيار وياړ دے۔ ده خپلو نامتو افسرانو او ځوانانو ته نصيحت كولو سره ووئيل دوئي دې د هېواد حفاظت او سلامتيا له اخلاص او ايماندارۍ سره خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي ۔ ددې مقدس فريضې ادا كولو كښې به دوئي مونږ ځان سره اوږه په اوږه مومي۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز