GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاكستان ورځې پرېډ ته خطاب

image
APP49-23 ISLAMABAD: March 23 – President Dr Arif Alvi addressing the Pakistan Day Parade. APP

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې نن مونږ د رامخې ته كېدونكي معاشي قوت سره سره په دفاعي توګه مضبوط او سولييز اتومي طاقت يو٬مونږ د نړۍ د ټولو هېوادونو د خپلواكۍ او سلامتيا احترام كوو٬پاكستان يو حقيقت دې او هند له به دا منل وي٬مونږ په اوسني تاريخ كښې د خپل قومي تاريخ تر ټولو لويې چېلنج ترهه ګرۍ سره مخ پاتې شؤ٬ منطقه امن ته اړتيا لري٬د جنګ په ځاې زده كړو٬روغتيا او روزګار وركولو پلو بايد پام لرنه وكړې شي٬زمونږ اصل جنګ د بې وزلۍ او بې روزګارۍ په ضد دې٬مونږ د نړۍ هغه يوازنې قوم يؤ كوم چې دومره اوږد جنګ كړې او ځاني او مالي قربانۍ مو وركړې دي٬مضبوطې حوصلې سره مو د ترهه ګرۍ مقابله كړی او ترهه ګر مو كاميابېدو ته پرېښودلې نه دي٬د پاك پوځ پیشه ور صلاحيت٬اهليت او معيار ثاني نه لري۔ده د خالي په ورځ پرېډ ګراؤنډ كښې د وسله والو ځواكونو د ګډې پرېډ ته خطاب كولو۔د پرېډ اعزازي مېلما د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد وو۔ پرېډ كښې د وزيراعظم عمران خان ٬د جوائنټ چيف آف سټاف كمېتۍ چيئرمېن جنرل زبير محمود حيات٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمد عباسي٬ د پاك هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور٬د آذربائيجان د دفاع وزير ذاكر حسنوف٬ د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر پشمول د ملګرو هېوادونو پوځي ډلې٬استازي٬سفارتكار٬وفاقي وزيران٬پارليماني غړي او ګڼ شمېر وګړي موجود وو۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي په خپل خطاب كښې ووئيل د آزادۍ په نعمت مونږ د لوے څښتن مننه كوو۔ده ووئيل په نننۍ ورځ مسلمانانو د آزادۍ ترلاسه كولو عزم وكړو۔ده ووئيل نننۍ ورځ اولس د دې عهد پخلي سره لمانځي چې مونږ به د قائد او اقبال نظرياتي تصور نظر كښې نيولو سره د سباؤن منصوبه بندي كوو۔ده ووئيل كله چې پاكستان زمونږ پیژندګلو جوړه شوه نو مونږ بلها چېلنجونو سره مخ وو٬په مونږ جنګونه مسلط كړې شول٬ مونږ په اوسني تاريخ كښې د خپل قامي تاريخ تر ټولو لويې چېلنج ترهه ګرۍ سره مخ پاتې شو٬ مونږ د نړۍ هغه يوازنې قوم يؤ كوم چې دومره اوږد جنګ كړې او ځاني او مالي قرباني مو وركړې٬مضبوطې حوصلې سره مو د ترهه ګرۍ مقابله كړې او ترهه ګر مو كاميابېدو ته پرېښودلې نه دي۔ده ووئيل مونږ په نړۍ دا په ډاګه كول غواړو چې د امن خواهش دې زموڼږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔پاكستان يو حقيقت دې او مونږ آزاد قام يؤ۔هند له به دا منل وي۔مونږ بايد د جنګ په ځاې تعليم٬روغتيا او روزګار ته پام لرنه وكړو۔ده ووئيل زمونږ اصل جنګ د بې وزلۍ او بې روزګارۍ په ضد دې۔ده ووئيل موڼږ ذمه وار قوم يؤ٬ د پخوا نه مو سبق زده كړې او سباؤن جوړوو۔ مونږ د كركو ختمولو سره د خوشحالۍ كر كول غواړو٬مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كول غواړو٬په دې لړ كښې د هند رويه نامناسبه او غېر ذمه واره پاتې شوې چې له ا مله يې منطقه پرله پسې خطرو سره مخ شوې۔ده ووئيل د پلوامه بريد نه وروستو صورتحال د دې تازه مثال دې په كوم كښې چې د ثبوت نه غېر په پاكستان تور ولګېدو۔د جنګ فضاﺀ جوړه كړې شوه٬نړيوال قانون ماتولو سره د پاكستان د فضائي پولو خلاف ورزي وكړې شوه۔د دې ځواب كول زمونږ فرض وو٬زمونږ پوځ تيار وو٬د قوم دعا او ملاتړ پوځ سره وو٬مونږ موثره او فوري ځواب وركړو۔ده ووئيل په دې ټول اولس خپل پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ده ووئيل پاك پوځ ته په پولو د وطن د دفاع فرض په ترسره كولو سلام وړاندې كوم۔ده ووئيل د نن پرېډ پیغام وركوي چې مونږ سولييز اولس يؤ ولې د خپلې دفاع نه غافل نه يو۔د افغانستان په اړه ده ووئيل افغان اولس اوږد جنګ څخه خلاصې غواړي٬مونږ په دې خواهش كښې دوي سره يو۔ده ووئيل په پرېډ كښې د سعودي عربستان٬چين٬تركيې٬آذربائيجان٬ بحرين او سري لنكا ځواكونو نمائندګانو ګډون زمونږ جذبې نورې هم تازه كړي۔دا د دغو هېوادونو پاكستان سره د ملګرتيا بشپړه څرګندونه ده٬په دې زه د دغې حكومتونو او اولس مننه كوم۔د مهاتير محمد په خصوصي راتلو زه د ده مننه كوم۔اولس ګرانو مېلمنو ته تود هركلے وائي۔اولس مشر ووئيل په پولو د تاؤ تريخوالي وضعې باوجود د پرېډ كول د پاك پوځ د دنګو حوصلو څرګندونه ده۔ده وئيل د ځوانانو او افسرانو په مخ د عزم اثار د نوې حربي سامان نندارتون د هېواد د سلامتيا ضمانت دې٬پاكستان محفوظ دې٬ده ووئيل اوس د پاكستان د پرمختګ او كاميابۍ په لوري د تلو وخت راغلې۔پرمختګ كړې هېواد به شهيدانو او غازيانو لپاره تر ټولو غوره ډالۍ وي۔د پرېډ دستورې په پاې كښې اولس مشر د غوره پرېډ په كولو پرېډ كمانډر٬ګډون كونكو او منتظيمينو ته مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں